د خوست ولایت د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۸
خوست

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او انجینري ټیم له لوري، د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د سنګکار چارې تر اجرا لاندې وې.

د نظارت پر مهال د قراردادي شرکت انجنیر ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې، څو ټولې چارې د منظور شوې نقشې مطابق په معیاري ډول ترسره شي.

همداراز په سنګکارۍ کې د تیږو ترمنځ د مسالې مناسب بافت، د مارک مطابق تطبیق، د کیورنګ اصول او نور اړوند تخنیکي معیارونه په جدي ډول د رعایت لاندې ونیسي، ترڅو د کار کیفیت لوړ او معیاري پاتې شي.

د یادې پروژې ټولې چارې د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او مراقبت انجینري ټیم تر جدي او دوامداره څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي او تر دې مهاله یې د کیفیت او پرمختګ کچه د قناعت وړ ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت