د پراختیايي شرکتونو له لوري، په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ چارې په چټکۍ سره روانې دي
۱۴۴۷/۱۱/۵
نوی کابل ښار چې د سیمې په کچه یوه بې سارې پروژه ده، د عملي کېدو او پرمختګ په حال کې ده.
دمګړۍ په دغه پروژه کې شاوخوا پنځه ودانیز شرکتونه فعالیت کوي، چې په بېلا بېلو برخو کې یې چارې روانې کړي دي.
د اوکسین اریانا ودانیز او د سړک جوړولو شرکت مسوولین وایي، د نوي کابل ښار د پروژې د لومړي فاز اړوند کارونه یې چې د دوی پورې تړاو لري، په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره پر مخ روان دي او هره ورځ یې د پرمختګ کچه لوړېږي.
د یاد شرکت په وینا، دا مهال د سړکونو جوړولو او د اوبو لارو (ډرېناژ) د جوړښت چارې په جدي ډول جریان لري او د پلان له مخې پراخېږي.
د پروژې مسوولین، د افغانستان راتلونکي ته په خوشبینۍ سره زیاتوي چې کاري ټیمونه یې شپه او ورځ هڅه کوي، څو په نوي کابل ښار کې معیاري او دوامدار خدمات رامنځته کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د کارونو په تطبیق کې کیفیت د چټکتیا ترڅنګ له اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، او ټولې چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره باید ترسره شي.
په پروژه کې بوخت انجنیران او کار کوونکي وایي، ټولې چارې د منظور شوو نقشو، انجنیري ډیزاینونو او له مخکې ټاکل شوو طرحو له مخې پر مخ وړل کېږي، څو د راتلونکي لپاره یو منظم او معیاري ښاري چاپېریال رامنځته شي.
ټاکل شوې چې د سړکونو د بنسټیزو کارونو تر بشپړېدو وروسته، چې د ښار له مهمو زیربناوو څخه شمېرل کېږي، د کانالیزاسیون د شبکې عملي چارې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
