د زابل ولایت په مرکزي روغتون کې د نويو تعمیرونو د ودانیزو چارو لومړني کارونه پیل شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۵۱
زابل

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د زابل ولایت د مرکزي روغتون په انګړ کې د نويو بسترونو د ودانیزو تعمیرونو د جوړولو لپاره، د ساحې تر تثبیت او ټاکلو وروسته، د لومړنیو ودانیزو چارو لړۍ پیل شوې ده.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ساحې د چمتووالي په موخه د کندن‌ کارۍ لپاره د اضافي خاورې د ایستلو چارې روانې دي، همدارنګه ټاکل شوې ده چې د خاورې یوه اندازه نمونه د لابراتواري ازموینو لپاره واستول شي، څو د ودانیزو چارو لپاره د ځمکې تخنیکي وضعیت په دقیق ډول وارزول شي.

دغه پروژه د روغتیايي زیربناوو د پیاوړتیا او د ناروغانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به د زابل ولایت د اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت ټیم ټینګار کوي، چې د پروژې ټولې چارې باید د منظور شوې نقشې، تخنیکي اسنادو او ملي معیارونو سره سم پرمخ یوړل شي، څو پروژه په لوړ کیفیت او معیاري ډول بشپړه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت