د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
میدان ښار

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي، ښاري او ټولنیز مطالعات پیل او بشپړ شول.

دغه مطالعات د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شول، چې موخه یې د یادې ساحې د مناسبې او مالي توان وړ استوګنیزو پروژو لپاره ارزونه وه.

د ترسره شوو ارزونو له مخې، د سیمې ټولنیز او اقتصادي وضعیت، زیربنايي او تفصیلي امکانات، د چاپېریال ساتنې اړخونه، د اوبو سرچینې او د ځمکې تخنیکي ځانګړتیاوې په دقیق ډول تحلیل شوي دي.

پایلې ښيي، چې یاده ساحه سره له دې چې په ستراتېژیک پلان کې د تپې او غره په نوم ثبت شوې، خو په عملي توګه نسبتاً هواره، باثباته او د جوړښت لپاره مناسبه ده.

همدارنګه تخنیکي ارزونې څرګندوي، چې یاده ساحه د ساختماني بار د زغملو وړتیا لري او د شاوخوا ښاري سیمو سره مناسب نښلون یا اتصال لري.

په همدې ډول، د زیربنايي امکاناتو ارزونه ښيي، چې دا ساحه د سړکونو، اوبو، برېښنا او نورو ښاري خدماتو له شبکو سره د نښلولو بشپړه وړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د دې ډول مطالعاتو ترسره کول د منظمې ښاري پراختیا، د استوګنې د ستونزو د حل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت