د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
قیصار ولسوالۍ

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې تخنیکي سروې موخه  د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب لپاره د ساحې تخنیکي سروې او د اړینو معلوماتو راټولول دي.

د سروې د چارو له پیل مخکې، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ولسوالۍ له محلي مسؤلینو، اړوندو ادارو او قومي مشرانو سره همغږي وکړه، څو د سروې بهیر په منظم او خوندي ډول ترسره شي او تخنیکي وسایلو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

وروسته د تخنیکي ټیم له لوري د توتل سټېشن او نورو سروې يي وسایلو په کارولو سره د ساحې د دقیقو اندازه‌ ګیري او معلوماتو راټولولو عملي بهیر پیل شو، تر څو د همدې معلوماتو پر بنسټ یو معیاري او اصلاح شوی ښاري پلان ترتیب او طرحه شي.

د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شوو ښاري پلانونو ترتیب د منظم ښاري پراختیا، د ځمکو د اغېزمنې کارونې او د ښاري خدمتونو د ښه تنظیم لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت