په لوګر ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د استوګنیزو نمرو د خط اچولو چارې روانې دي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۰
لوګر

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې د زمینې برابرولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو او د ځمکو د وېش لړۍ روانه کړې ده.

په همدې لړ کې لوګر ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د استوګنیزو نمرو د خط اچولو چارې په منظم ډول روانې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیمونو له لوري، د منظور شوي پلان سره سم د یاد ښارګوټي د نمرو د خط اچولو او د نقشې د تطبیق چارې پیل او په منظم ډول دوام لري.

یاد ښارګوټی د لوګر ولایت مرکز پل‌علم په مربوطاتو کې موقعیت لري، چې په شاوخوا «۸۲۵» جریبه امارتي ځمکه کې طرحه او ترتیب شوی دی.

په دې ښارګوټي کې ټولې «۱۰۲۶» استوګنیزې نمرې شاملې دي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس به هرې راستنې شوې مهاجرې کورنۍ ته «۵» بسوې ځمکه ورکړل شي.

د نمرو د وېش بهیر به د مرکزي کمېسیون او د سیمه ‌ییزو مسؤلینو تر مستقیمې څارنې لاندې په شفاف ډول ترسره شي، څو د عادلانه وېش زمینه برابره شي.

د یاد ښارګوټي په بشپړېدو سره به سلګونه راستنې شوې کورنۍ دایمي سرپناه لپاره استوګنیزې نمرې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د کابل ښار د شهرنو پارک اړوند سیمو کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت