د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
نهمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې په بېلابېلو بلاکونو کې د ودانیو د بېروني رنګمالۍ، د کړکیو د ښیښو نصب، د پوړونو د سلب قالب تړل او د خونو د خشتکارۍ چارې روانې وې، چې ټول یاد فعالیتونه د تخنیکي ټیم له لوري په هر اړخیزه توګه وڅارل شول.

یاده پروژه د اوسپنیز-کانکریټي تونلي سیستم پر بنسټ طرحه شوې، چې ډېری بلاکونه یې ۱۸ پوړیز دي، دغه ښارګوټی د استوګنیزو او سوداګریز واحدونو په ګډه بڼه، د عصري اسانتیاوو او معیاري اصولو په رعایت سره د کابل ښار په نهمه ناحیه کې، څلورم مکروریانو ته څېرمه په ستراتیژیک موقعیت کې تر جوړېدو لاندې دی، چې د یوې ترکي ساختماني کمپنۍ له لوري تطبیقېږي.

د څارنې په ترڅ کې د ساحوي انجنیرانو او د تطبیقوونکي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي.

د ساختماني او زیربنایي پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د ښاري پراختیا د منظم بهیر د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت