د کابل ښار په خوشحال خان کې د شیخ علي بن عبدالله جاسم آل ثانی ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۵
ښاري تخلفاتو ته د رسیدنې او د پروژو د تطبیق عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې په خوشحال خان سیمه کې د شیخ علی بن عبدالله جاسم آل ثانی د استوګنیزې ښارګوټي پروژې (قطري ښارګوټي) ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د لومړی، دویم او درېیم بلاک چارې په ترکاڼۍ، د برېښنا تجهیزاتو نصب، د تشناب وسایل او د داخلي خونو پلاستیکي رنګ او د پایپ او مرکزي تودوخې سیستم رادیاتورونو د رنګمالۍ په برخو کې روانې وې.
د څارنې پر مهال، تخنیکي انجنیرانو ته لارښوونې ورکړل شوې، چې ټولې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم، او د کار د خوندیتوب اصول په رعایت ترسره کړي.
