د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه  څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۴۳
پکتیکا

۱۴۴۷/۱۰/۱۵

د ښاري نظم د تأمین او د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه، د ښاري تخلفاتو ته د رسیدنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د مرکز ښرنې په بازار کې د غزني پر مسیر ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

د څارنې په جریان کې څرګنده شوه، چې په یوې ساحه کې په غیرې قانوني ډول په خپل سرهټۍ جوړیدې چې داعمل د نافذه اصولو او مقرراتو خلاف و.

د موضوع د تثبیت وروسته، متخلف کس ته لازمي لارښوونې ورکړل شوې او په جدي توګه ورته وویل شول، چې تر هغه وخته پورې چې رسمي جواز ترلاسه نه کړي، هېڅ ډول فعالیتونه ترسره نکړي.

همدارنګه، نوموړي ته سپارښتنه وشوه، چې د قانوني مراحلو بشپړولو وروسته کولای شي خپل فعالیتونه په قانوني چوکاټ کې پرمخ یوسي.

ټاکل شوې ده، چې یاد مورد د دوامداره څارنې لاندې وي، او د اصولو رعایت یې ډاډمن شي، څو په راتلونکي کې د ورته سرغړونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۱
Background image

په خوست کې د مسجد شریف له ودانیزې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري ټیم له لوري د مستوفیت ریاست اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې څخه نظارت ترسره شو.

د څارنې پر مهال د بنسټیزو کانکریټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم، د دې ولایت د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت