د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۹:۹
کابل نهمه ناحیه

1447/10/13

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

له یادې څارنې موخه دا وه، چې په یادو سیمو کې د ښاري اصولو د تطبیق وضعیت وڅېړل شي او د غیرقانوني جوړونو او ناسمې کارونې مخه ونیول شي.

د نظارت په ترڅ کې، د درېیم مکرویانو سړک څخه تر بنایي درې‌لارې ، له ګلبهار پلازا تر قاضي پلازا او له عامې روغتیا څلورلارې د عبدالحق څلور لارې پورې سیمې تر پوښښ لاندې ونیول شوې، چې پکې بېلابېلې ساحې وکتل شوې.

د ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې په ځینو ریزرفي او شنو ساحو کې د هټیو او ودانیو جوړېدل ترسره شوي، چې د لا زیاتو تخنیکي څېړنو ته اړتیا لري.

دا څارنه د دې لپاره ترسره شوه، چې د ښاري تخلفاتو مخه ونیول شي او د ښار جوړونې له اصولو سره سم د ساحو سمه کارونه تضمین شي.

همدارنګه ټینګار وشو، چې ریزرفي او شنې ساحې ځانګړی اهمیت لري او د دغو ساحو د کارونې هر ډول بدلون باید د نافذه قوانینو او قانوني مراحلو له مخې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت