د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۰/۰۷
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې روان ول.
په څارنه کې وکتل شول چې ټول ساختماني فعالیتونه د ښار د تفصیلي پلانونو سره په مطابقت ترسره کېږي او هېڅ کار د تصویب شوو نقشو پرته نه ترسره کېږي.
همدارنګه، د ودانیو مالکینو ته د تفصیلي پلانونو اړوند لازمې لارښوونې او معلومات ورکړل شول، ترڅو دوی د ښار د پلانونو رعایت یقیني کړي.
د تخنیکي پلاوي ټینګار و چې هر ډول ساختماني فعالیت چې د تفصیلي پلان خلاف وي، د منلو وړ نه دی او د ښاري تخلف په توګه به ورسره چلند کېږي.
د فراه ښار د ښاري پلانونو د تطبیق دوامداره څارنه د ښار د نظم، استوګنې د کیفیت او د عامه تأسیساتو د ساتنې لپاره بنسټیز اهمیت لري.
