په زابل ولایت کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۸
زابل

۱۴۴۷/۰۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري د زابل ولایت په اړوندو سیمو کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.

د یادې کمېټې د پرېکړې له مخې، د مهاجرینو د دایمي مېشتېدو او د مناسب استوګنځای د برابرولو په موخه ټولټال ۳۳۹ د استوګنې نمرې مستحقو کورنیو ته ووېشل شوې، څو یادې کورنۍ وکولای شي په ټاکل شویو سیمو کې دایمي استوګنه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو د مېشتېدو بهیر به د استوګنې د نمراتو د وېش له لارې د ټاکل شوو اصولو او طرزالعملونو سره سم دوام ولري.

د دایمي مېشتېدنې کمېټه د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ او د اړوندو ادارو په همغږۍ فعالیت کوي، چې موخه یې بېرته راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې مناسب شرایط برابرول او د هغوی د دایمي مېشتېدو بهیر منظمول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت