د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
غزني

۱۴۴۷/۹/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ د ودانیزو چارو بهیر تر دوامدارې تخنیکي څارنې لاندې دی.

د څارنې په مهال د یادې پروژې د درېیم پوړ د کانکریټ اچولو چارې روانې وې، چې تخنیکي څارنه یې ترسره شوه.

دا پروژه په پنځو برخو (A، B، C، D  او E) وېشل شوې ده او د جوړولو کارونه یې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اصولو او د تړون له شرطونو سره سم په منظم ډول روان دي.

د پروژې نورې برخې هم د ټاکلي مهالوېش او تخنیکي معیارونو له مخې پر مخ روانې دي. دا پروژه د ژمي د سختې هوا له پای ته رسېدو وروسته بېرته پیل شوه او له هماغه وخته راهیسې پرې دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کېږي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، تر دې دمه د پروژې شاوخوا ۵۶ سلنه ودانیزې چارې بشپړې شوي دي او پاتې چارې یې د ټاکلي پلان مطابق روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت