د تورپاختو کانال د پروژې د کانکرېټ اچولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۴
تورپاختو. فاریاب ولایت

۱۴۴۷/۹/۱۴

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د تورپاختو کانال د پروژې د کانکرېټ اچولو له روانو چارو لیدنه او تخنیکي څارنه وکړه.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د پروژې چارې د منظور شوو نقشو او انجنیرۍ معیارونو سره سم پر مخ وړل شوې دي.

د لیدنې پر مهال، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې او ټینګار دا و چې د پروژې په ټولو کاري پړاوونو کې باید د نظارتي او مراقبتي انجینرانو دوامداره حضور یقیني شي.

همداراز څرګنده شوه، چې د نظارتي انجینرانو له شتون پرته دې په پروژه کې هېڅ ډول اجرایي کار نه ترسره کېږي؛ که چېرې له دې لارښوونې سرغړونه وشي، راتلونکی مسؤلیت به د قراردادي شرکت پر غاړه وي.

د فاریاب د کور او ښار جوړولو محترم ریاست، د تخنیکي معیارونو پر رعایت او د پروژو پر دقیق نظارت ټینګار کړی او موخه یې د کیفیت تضمین، د فني اصولو پلي کول او د انکشافي پروژو شفاف تطبیق دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت