د جوزجان ولایت په قوشتېپه ولسوالۍ کې توپوګرافیکي سروې ترسره کولو په موخه دغه ولایت ته د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم سفر وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۴۱
جوزجان

۱۴۴۷/۹/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په حکم او لارښوونه، د سروې او جي ای ایس محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو د محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم سره په ګډه د دغه ولایت په قوشتېپه ولسوالۍ کې د توپوګرافیکي سروې چارې پیل کړې.

دغه سروې په یاده ولسوالۍ کې د تفصیلي پلان د چمتو کولو په موخه ترسره کېږي، څو منظم معلومات ترلاسه او پر بنسټ یې معیاري پلان ترتیب شي.

یاد پلاوي په ټاکل شوو ساحو کې د توپوګرافیکي سروې او د تفصیلي پلان د ترتیب لومړنۍ چارې په رسمي ډول پیل کړي دي.

دغه چارې د منظور شوې طرحې له مخې، د جوزجان ولایت د ښاروالۍ محترم ریاست او د قوشتپې ولسوالۍ د درنو اوسېدونکو په همغږۍ او همکارۍ مخته وړل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، ژمن دی، چې د یادې پروژې چارې به په مسلکي او منظم ډول پرمخ ولاړې شي، څو د ولسوالۍ د ښاري پراختیا، منظمې ودانیزې ودې او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره لازم بنسټونه برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت