د معیاري انجنيرۍ پلانونو د چمتووالي لپاره یو بل مهم ګام؛ په کابل کې د ۴۷ جریبه ځمکې سروې بشپړه شوه
۱۴۴۷/۹/۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ولایت په اوومه ناحیه، د پُل حسن خان اړوند د ملي بس په ساحه کې د (۴۷.۲۷۱۲) جریبه ځمکې د سروې او تخنیکي ارزونې چارې ترسره شوې.
یاده ساحه چې د ښار په مهم او ستراتیژیک موقعیت کې پرته ده، د دقیقو جغرافیایي معلوماتو د راټولولو، تثبیت او ثبت په موخه تر هر اړخیزې سروې لاندې نیول شوې ده.
په دې بهیر کې د عصري تخنیکي وسایلو اوجي ای ایس سیسټم له لارې د ځمکې حدود، توپوګرافي، موجوده وضعیت او اړوند تخنیکي معلومات تثبیت او مستند کېږي.
د دې سروې اساسي موخه، د معیاري انجنيرۍ او مهندسۍ پلانونو ترتیب، د راتلونکو پراختیايي پروژو لپاره د بنسټیزو معلوماتو برابرول، او د ښاري پراختیا بهیر منظمول بلل کېږي.
ټینګار پر دې دی، چې د دقیقو سروې ګانو ترسره کول د هرې پروژې د بریالیتوب اساسي شرط دی، ځکه له همدې لارې د ساختماني طرحو عملي کېدل په تخنیکي او قانوني چوکاټ کې تضمینېږي.
یاد اقدام د کابل ښار د منظمې ودې، ښاري نظم د پیاوړتیا او د راتلونکو پرمختیايي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې یو مهم او اغېزمن ګام ګڼل کېږي.
