په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې ښاري مهمې پروژې د جوړولو چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۹/۷
نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دغه ولایت د خاشرود ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ په ښار کې د ګلدانونو د جوړولو له پروژې څخه ساحوي لیدنه وکړه.
د ترسره شوې ارزونې له مخې، د خاشرود ولسوالۍ په ښار کې د ګلدانونو د جوړولو پروژه د ټاکلي پلان او مهالوېش سره سم په بریالیتوب تطبیق شوې او اوس په بشپړ ډول پای ته رسېدلې ده.
یاده پروژه کې د ساحې چمتو کول، د ګلدانونو جوړول او نصبول او د ښاري چاپېریال تنظیم او ښکلا شامل وو.
چارې د اړوندو محلي ارګانونو د ګډ نظارتي ټیم تر څارنې لاندې، د تخنیکي اصولو او ټاکل شوو معیارونو په رعایت سره ترسره شوې دي.
پروژه له جدي ستونزو پرته بشپړه شوې او دا مهال د ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده، چې د ښار د ښکلا او منظم ښاري چاپېریال په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.
