د کابل ښار په شلمه ناحیه او چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره تخنیکي ټیمونه ارزونه پیل کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۲۸
چهاراسیاب

۱۴۴۷/۹/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار په شلمه ناحیه او چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ارزونه پیل کړه.

دې سیمو ته سفر د ښاري سرغړونو څارنه، ارزونه او پېژندنه وه؛ چې په کې هټۍ، د تېلو پمپونه، غرفې، سرایونه، نورې سوداګریزې چارې او هغه ودانیز فعالیتونه شامل وو، چې په خپل ‌سري ډول په عامه المنفعه ساحو کې جوړ شوي او فعالیت کوي.

د سرغړونو له تثبیت وروسته به د نافذه اصولو او طرزالعملونو له مخې د عامه پوهاوي او قانوني کړنو بهیر عملي شي.

یاد اقدام د ښاري قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو، د بې نظمه ګڼه ‌ګوڼې د مخنیوي، د تصویب شویو پلانونو مطابق د پروژو د دقیق تطبیق او په ښار کې د غیرمجازو ودانیزو چارو د پراختیا د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

دغه نظارتي بهیر د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره کېږي.

دغه چارې به په دوامداره او منظم ډول د کاري پلان له مخې ادامه ولري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ښار جوړولو قوانین په بشپړه توګه رعایت کېږي او له ودانیزو سرغړونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت