د پکتیکا ولایت د یوسف‌خېل ولسوالۍ د بازار ساحې د توپوګرافي سروې په موخه د دغې ولسوالۍ له شریفو خلکو سره غونډه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵
پکتیکا

۱۴۴۷/۹/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي سروې ټیم د یوسف‌خېل ولسوالۍ ته سفر وکړ، څو د بازار ساحې د توپوګرافي سروې چارې پيل کړي.

یاد تخنیکي ټیم د سروې د دقیق ترسره کېدو او د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه، د یوسف‌خېل ولسوالۍ د مسؤلینو، اتحادي غړو، قومي مشرانو او ښاریانو په حضور کې د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

په غونډه کې د ولسوالۍ مسؤلینو او د سیمې مخورو د موضوع په اړه هر اړخیز بحث وکړ خپل نظرونه او وړاندیزونه یې شریک کړل او د سروې په بهیر کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د پکتیکا د کور او ښار جوړولو رئیس الحاج مولوي محمد طاهر سیف‌ الجهاد، د یادې پروسې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، د کور او ښار جوړولو وزارت غواړي د خپل ملي مسؤلیت له مخې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې منظم، معیاري او دوامدار ښاري نظام رامنځته کړي.

ښاغلي سیف الجهاد وویل، د دې بهیر اساسي موخه د ښارونو او ولسوالیو انډولیزه پراختیا، د عامه خدمتونو اغېزمن تنظیم او د ښاري ژوند د معیار لوړول دي.

نوموړي زیاته کړه، په پام کې لري، څو د نافذه قوانینو، پالیسیو او ملي ستراتیژیو سره سم، په ولسوالیو کې منظم ښاري پلانونه ترتیب او د اړوندو ښاروالیو له لوري یې د تطبیق زمینه برابره کړي.

په دې سره به د بې ‌پلانه ودانیو، غیرمعیاري جوړښتونو، د نامنظم انکشاف مخنیوی وشي او په دې لړ کې به د ځمکو منظم استعمال، د سړکونو معیاري ډیزاین، د عامه تأسیساتو او شنو ساحو ځانګړې کول او د نورو اړینو خدماتو تنظیم په پام کې ونیول شي.

د ښار منظم نظام رامنځته کول به پانګونې ته زمینه برابره کړي، کاري فرصتونه به زیات کړي او د خلکو اقتصادي او ټولنیز ژوند به ورسره ښه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت