سمنګان ولایت کې پر راستانه شوو مهاجرینو د نمرو د وېش بهیر پیل شو
۱۴۴۷/۹/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت، چې د دایمي مېشتېدنې کمېټې مشري په غاړه لري، په بېلا بېلو ولایتونو کې یې پر مهاجرو د نمرو د وېش بهیر پیل کړی دی، چې دا ځل نوبت سمنګان ولایت ته ورسېد.
دغه پروسه سمنګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې ۳۸ راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو نمرې د قرعې له لارې ووېشل شوې.
یاده پروسه د دایمي مېشتېدنې کمېټې او د ولایت محترم مقام د موظف پلاوي په حضور کې ترسره شوه، چې په کې خپله مهاجرینو هم ګډون درلود.
د شفافیت او عادلانه وېش په موخه، د نمراتو ټاکنه د قرعې اچولو له لارې ترسره شوه.
ټاکل شوې ده چې د همدې میکانیزم له مخې به د یاد ولایت د مهاجرینو ښارګوټي ټولې نمرې هم په تدریجي ډول ووېشل شي.
هغه راستنې شوې مهاجرې کورنۍ چې یوه یوه نمره ځمکه پرې ووېشل شوه، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري به ورته رسمي فورمونه چې د ملکیت د سند حیثیت لري، ورکړل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو ته ډاډ ورکوي، چې د مهاجرینو د دایمي او باعزته مېشتېدنې په پار به د نمرو د وېش بهیر په بشپړ شفافیت، عدالت او منظم پلان سره دوام ومومي، څو د مناسبې سرپناه لپاره زمینه برابره شي.
