د نوي کابل ښار اړوند په الشیخ ښارګوټي کې د نومرو د وېش پر بهیر هر اړخیزې خبرې وشوې
۱۴۴۷/۸/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ ، د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو په ګډون ځانګړې غونډه وشوه چې په کې د الشیخ ښارګوټي د نومرو د وېش پر بهیر هر اړخیز بحث ترسره او نظرونه تبادله شول.
د غونډې په پیل کې، د الشیخ ښارګوټي محترم امر حسیبالله میرخېل، د موضوع اړوند معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د تېر حکومت پر مهال د نومرو د وېش بهیر نیمګړی او د ټاکلي طرزالعمل خلاف ترسره شوی، چې په خبره یې اړتیا ده بیا کتنه ورته وشي، څو لازم شفافیت تأمین شي.
په دغه غونډه کې، د نوې شرطپاڼې د چمتو کولو او هر اړخیزې ارزونې غوښتنه هم وشوه او ټینګار وشو، چې شرطپاڼه دې وروستۍ او د وزارت د رهبرۍ له لوري تأیید شي.
موخه دا ده چې د شرطپاڼې له وروستي کېدو او تصویب وروسته به د نومرو د وېش بهیر اسانه او شته ستونزې هوارې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح وویل، لازمه ده چې د نومرو د وېش ټول بهیر په بشپړ شفافیت، عدالت او قانونمند ډول ترسره شي.
ښاغلي مولوي ناصح له ټولو اړوندو مسؤلینو وغوښتل چې د موضوع د روڼتیا او د چارو د وروستي کېدو لپاره دې ګډې او جدي هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې، د اړوندو څانګو یو شمېر مسؤلین د یوې تخنیکي کمېټې په توګه وګومارل شول، څو موضوع په تخنیکي ډول وڅېړي، شرطپاڼه تحلیل او لازمې سپارښتنې ترتیب کړي.
ټاکل شوې ده، چې دغه کمېټه به خپلې موندنې او راپور د راتلونکې اوونۍ تر شنبې ورځې پورې نهایي او په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.
