په سرپل ولایت کې د زندان د بلاکونو د رنګمالۍ چارې و څارل شوې
۱۴۴۷/۰۸/۲۹
د سرپل ولایت د زندان د بلاکونو د رنګمالۍ دویم پړاو د ارزونې او څارنې چارې د مسلکي ټیم په ګډون ترسره شوې، چې ټاکل شوی ټیم د ساحې له لیدنې وروسته د بیا رغونې پروژې ټولې رغنیزې او رنګمالۍ چارې په منظم او دقیق ډول وارزولې او د معیارونو سره سم یې څارنه وکړه.
د ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې د نورو برخو ټول کارونه په بشپړ ډول سرته رسېدلي دي، یوازې د رنګمالۍ یوه برخه پاتې ده، چې په اوسنۍ وخت کې په فعاله توګه روانه ده.
د یادې پروژې اجرات د ۱۱ مشخصو عناصرو په اساس ثبت او ارزول شوې، څو د بیا رغونې چارې د تصویب شویو پلانونو مطابق په دقیق ډول بشپړې او د زندانیانو د چاپیریال د عصري معیارونو سره سم اصلاح شي.
