د کندز ښار د ودانیزو فعالیتونو د څارنې لپاره ساحوي تخنیکي نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۰:۳۶
کندز

۱۴۴۷/۰۸/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په کندز ولایت کې د ودانیزو پروژو د تطبیق د څارنې لپاره تخنیکي ټیم د ساحوي څارنې ماموریت ترسره کړ.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په ځینو ودانیو کې د رسمي تعدیل اسناد نه وو، او د ښار جوړولو ریاست سره د همغږۍ پرته ودانیزې چارې پر مخ وړل کېدې، د تخنیکي ټیم له لوري دغه ودانیز فعالیتونه د ښاري پلان، د سړک حریم او پلان شوي فاصلو د رعایت په موخه ودرول شول.

سربېره پر دې، په ځینو نورو ودانیو کې د پلان شوي سړک حریم او جوړښتي معیارونو مراعت نه و شوی، چې د ټیم لخوا د ودانیزو فعالیتونو بندیز ولګول شو، د نظارت هدف دا دی چې د ښار جوړونې قوانین، د ښاري نظم اصول او د ودانیزو معیارونو بشپړ رعایت یقیني شي.

تخنیکي ټیم څرګندوي چې د ودانیزو چارو څارنه دوام لري او ټول رسمي راپورونه او اسناد د وزارت اړونده څانګو ته د رسېدو په حال کې دي، دا اقدام د ښاري پراختیا د منظم مدیریت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت