په خاشرود ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۵۰
خاشرود

۱۴۴۷/۰۸/۰۷

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د خاشرود ولسوالۍ د کوتلک  منار پر عمومي سړک د مسجد شریف له روانې ودانیزې پروژې څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر مهال د قراردادي شرکت د چارو ارزونه وشوه او د پروژې د معیاري تطبیق په موخه ورته لازمې تخنیکي او انجنیرۍ سپارښتنې وړاندې شوې.

د ارزونې له مخې، دا مهال د جومات د ودانۍ اړوند چارې په منظم ډول روانې دي، چې پکې د کانکریټ دوامداره ساتنه، د ښځینه جومات د کوچني دېوال قالب ‌بندي او د سیپتیک څاه اړوند تخنیکي کارونه شامل دي.

د مسؤلینو په وینا، د پروژې فزیکي پرمختګ د قناعت وړ دی او د کیفیت د تضمین لپاره به د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري دوامداره څارنه ترسره کېږي، تر څو پروژه د منظور شوو معیارونو او پلانونو له مخې بشپړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت