د لقمان حکيم سوداګريز او هستوګنيز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۳
هلمند

۱۴۴۷/۸/۶

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د لقمان حکيم سوداګريز او هستوګنيز مارکېټ  له دانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال د مارکېټ د B بلاک د دوهم پوړ د پارټيشن خښتکارۍ، پلاسترکارۍ او د برېښنا چارې روانې دي، چې د کار د کيفيت د لوړولو په موخه، د ساحې انجنير ته سپارښتنه وشوه چې د خښتکارۍ پر مهال د اوبو ورکولو اصول مراعات کړي، د لومړۍ درجې خښتې وکاروي او ټولې چارې د ټاکل شوو مارکونو او تخنيکي پروسو سره سم پر مخ يوسي.

د لقمان حکيم سوداګريز او هستوګنيز مارکېټ پروژه د ښاري سوداګريزو او استوګنيزو اسانتياوو د پراختيا په موخه تطبيقېږي. د کور او ښار جوړولو رياست د دې ډول پروژو څارنه په منظم ډول ترسره کوي، تر څو رغنيزې چارې د کيفيت، خونديتوب او ټاکل شوو تخنيکي معيارونو سره سم بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د پیروزي امارتي ښارګوټي نوم بدلون وموند او له دې وروسته په نوي نوم ونومول شو

۱۴۴۷/۸/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د هغه هڅو په لړ کې چې درنو هېوادوالو ته د معیاري او مناسب مسکن او سرپناه زمینه برابره کړي، ګام په ګام پرمختګونه لیدل کېږي.

هغه امارتي استوګنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۲:۱
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۸/۶

د ښاري تخلفاتو د رمخنیوی او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند ټیم، د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوندو سیمو (کارته مامورین، کارته سخي او کوټه ‌سنگي) څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندز په کابل بندر کې د پلان خلاف ودانیو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۸/۶

د کندز ولايت د کور او ښارجوړولو رياست د ښاري تخلفاتو ټيم د ياد ولايت د کابل بندر په سيمه کې د نظارت پر مهال دوه سوداګریز مارکېټونه وموندل چې د ښاري پلان خلاف په اساسي ډول د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت