څه باندې پنځه نیم زره استوګنیزې نمرې د باعزته دایمي ژوند کولو په موخه مهاجرینو ته وېشل شوي

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۱۴
مهاجرین

۱۴۴۷/۸/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، له ګاونډیو هېوادونو جبري راستنېدونکو مهاجرو ته د دایمي مېشتېدنې او باعزته ژوند کولو په موخه د ځمکو د نمرو وېش ګړندی شوی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې په تېره اوونۍ کې جبري راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه د ځمکو د نمرو وېش ترسره کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د منظور شوو تفصیلي پلانونو له مخې، په کونړ، لغمان، ننګرهار، کندز، بامیان، میدان وردګ او کندهار ولایتونو کې د ځمکو وېش پیل دی او لا دوام لري.

په کونړ ولایت کې ۱۶۷ راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو توزیع ترسره شوې، چې له دې سره تر دې مهاله د ۳۵۱ کورنیو لپاره د ځمکو ویش بشپړ شوی دی.

لغمان ولایت کې ۱۲۳ راستانه شوو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې، چې ټولیزه شمېره یې تر دې دمه ۸۴۵ نمرو ته رسېږي.

دغه راز، ننګرهار ولایت کې ۲۷۰ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو وېش ترسره شوی، چې تر دې مهاله ۶۳۳ کورنیو ته توزیع شوې ده.

کندز ولایت کې ۷۶ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو وېش شوی، او ټولیزه شمېره ۸۱۱ کورنیو ته رسېدلې ده.

همدارنګه، په میدان وردګ ولایت کې ۷۵ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو توزیع شوې ده او په کندهار ولایت کې بیا د قرعه‌کشۍ له بهیر وروسته ۲۰۰۰ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو وېش ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې، د کور او ښار جوړولو وزارت  یوازې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۲۷۱۱ راستانه شوو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه ځمکې وېشلې دي، او په ټولیز ډول تر دې مهاله ۵۵۴۲ راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو توزیع بشپړه شوې ده او لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت