د اسلامي فقهې د اصولو پر بنسټ د ښار جوړولو او مسکن قانون د هېواد بېړنۍ اړتیا ده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۸
معین شهری

۱۴۴۷/۷/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او طی مراحل د کمېټې ناسته، د دې وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ ترسره شوه.

په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د ناستې د اجنډا او د بحث وړ موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د صادر شوي فرمان پر بنسټ یې د ښار جوړولو او مسکن قانون د مسودې د فقهي تخریج پر اړتیا ټینګار وکړ.

له دې وروسته د ناستې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د داسې نوي ښار جوړولو او مسکن قانون پر اړتیا یې بحث وکړ، چې په کې اسلامي فقه په بشپړ ډول مراعات شوې وي.

په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د ښار جوړولو او مسکن هغه قانون چې د اسلامي فقهي د اصولو پر بنسټ تخریج شوی وي، ډېر مهم وباله او زیاته یې کړه، چې اړینه ده دغه قانون له اسلامي فقهې سره سم ترتیب شي.

همداراز په ناسته کې ټینګار وشو، چې د ښار جوړولو او مسکن قانون د فقهي تخریج لپاره لازمه ده د دیني علماوو ځانګړې کمېټه جوړه شي، تر څو په دې برخه کې خپلې چارې پر مخ یوسي.

 په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس په ګډون پنځه تنه دیني علما د کمېټې د غړو په توګه وټاکل شي او د پلان او پالیسۍ  محترم رئیس او د داخلي تفتیش محترم رئیس د استازو او سلاکارانو په توګه په دې کمېټه کې دنده ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت