په بلخ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو د څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۰۷/۲۲
په بلخ ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو د تأمین په موخه د اوبو د څاه د کیندلو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښارګوټي اوسېدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره شي.
همدارنګه د یادولو وړ ده چې په یاد ښارګوټي کې د خط اچونې بهیر په بشپړ ډول تکمیل شوی او د نمره بندۍ او لیول کارۍ چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.
تمه ده چې د دې پروژې پاتې چارې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
