پر مهاجرینو د ځمګو د وېش لړۍ میدان وردګ ولایت ته هم وغځېده

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۴۷
میدان وردګ

۱۴۴۷/۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت اړوند ثبت شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت محترم والي مولوي خیرالله خیرخواه، د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو استازو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو ګډون کړی وو.

دا مهال په میدان وردګ ولایت کې (75) راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.

دا لړۍ به په منظم ډول دوام وکړي او په راتلونکو پړاوونو کې به نورې مهاجرې کورنۍ هم تر پوښښ لاندې راشي او ګام په ګام به دغه چاره پرمختګ کوي.

میدان وردګو ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټی په (800) جریبه ځمکه کې جوړ شوی او (1200) استوګنیزې نمرې په کې ډیزاین شوي دي.

دا ښارګوټی به د سلګونو کورنیو لپاره د امن، ثبات او نوي ژوند پیل او د راستنېدونکو مهاجرینو د باعزته مېشتېدو په لور یو بل مهم ګام وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت