سرپل ولایت کې د ۶۰ متره سړک د حریم د جلا کولو چارې بشپړې شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۵
سرپل

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کاري بهیر د درېیمې ورځې په ترڅ کې د ۶۰ متره سړک د حریم د جلا کولو چارې، چې د استوګنیزو کورونو له حریم څخه د بېلتون په موخه پیل شوې وې، په پوره دقت، نظم او مسلکیت سره دوام ورکړ او یاد بهیر په بریالیتوب سره بشپړ شو.

د یادو ورځې په جریان کې د سړک د حریم وروستۍ تثبیت، د مسیر تخنیکي کنټرول او د مشخص شوو نقاطو هر اړخیزه بیاکتنه تر سره شوه، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې چارې د ټاکل شوو معیارونو سره سم پر مخ روانې دي.

د ترسره شوو کارونو ټول پړاوونه د انجینري اصولو، ښاري معیارونو او منظور شوي پلان مطابق عملي شوي او ټاکل شوې دنده په ټاکلي وخت کې په منظم ډول بشپړه شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت