په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۷
ارزګان

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د ټولو ناحیو ودانیو څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د دریمې ناحیې یوه استوګنیزه سیمه د تفصیلي پلان سره سم یوازې د استوګنې لپاره ټاکل شوې ده، خو یو کس غوښتل په دغه سیمه کې سوداګریزې هیټۍ جوړې کړي، د ښاري سرغړونو د عمومي مدیریت لخوا یاد شخص ته جدي لارښوونه وشوه چې ساحه یوازې د کور جوړولو لپاره وکاروي او د پیل شوي کار چارې یې باید ودرول شي.

همدارنګه، په دې څارنه کې نورو ښاریانو ته د ښار د پلانونو اړوند معلومات ورکړل شول، په ځانګړې توګه د استوګنیزو ، سوداګریزو او شنو سیمو حدود وښودل شول.

 د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعمل مطابق، ښاریانو ته لازمي لارښوونې او معلومات ورکړل شول تر څو د ښار په نظم والي کې ونډه واخلي او د پلانونو خلاف د جوړولو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت