د کاپیسا ولایت د اداري ودانۍ پروژې بشپړ تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۹
کاپیسا

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق ریاست تخنیکي ټیم د کاپیسا ولایت د اداري ودانۍ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونې وکړه.

نوموړي زیاته کړه، د پروژې ټولې تخنیکي چارې وڅارل شوې، د ودانۍ د جوړونې کیفیت، د موادو کارول، د انجینري اصولو مراعت او د نقشې مطابق تطبیق ټول په پام کې ونیول شول، تخنیکي ټیم د پروژې پر مهال د ودانیو د خوندي کار چاپیریال، د کاریګرو خوندیتوب، د چت او دیوالونو د سیخ ‌بندي او پلسترکارۍ کیفیت هم وارزوه، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول کارونه د ښاري معیارونو سره سم ترسره شوي دي.

د کاپیسا د اداري ودانۍ پروژه اوس په بشپړ ډول پای ته رسیدلې او د ریاست مسؤلین ټینګار کوي چې د ودانیزو پروژو څارنه او د کیفیت تضمین د کور او ښار جوړولو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د پروژو څارنه او د تخنیکي معیارونو رعایت د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او په ټولو پروژو کې د کیفیت تضمین لپاره دوامداره څارنې ترسره کېږي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت