د یتیمانو ښارګوټي د ودانیز چارو څخه څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۷
هلمند د یتیمانو ښارګوټی

۱۴۴۷/۷/۱

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو بشپړ تخنیکي نظارت ترسره شو، چې یاد نظارت د کور او ښار جوړولو وزارت د هدایت پر اساس ترسره شوی دی.

ښاغلي رئیس زیاته کړه چې د یتیمانو ښارګوټي پروژه د قطر د شاهی کورنۍ د خیریه بنسټ مالي ملاتړ لري او د ښارګوټي تطبیق هم د یاد خیریه بنسټ له لوري پر مخ وړل کېږي، په یاد ښارګوټي کې استوګنیز واحدونه، جامع جومات، تفریحي ځایونه او نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

اوس مهال په پروژه کې د ودانیو د چت قالب‌ بندي، پلسترکاري او د چت کانکریټ اچونه په موازي ډول روانه ده. د تخنیکي ټیم لخوا د پروژې د چارو د کیفیت د یقیني کولو لپاره ساحوي انجینر ته لازمي لارښوونې ورکړل شوې، چې ټول ودانیز فعالیتونه د انجینري اصولو او نقشې سره سم ترسره شي او د کاریګرو خوندیتوب تضمین شي.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې ټولې چارې به په معیارونو سره ترسره او د ښارګوټي پرمختیا به په دوامداره توګه څارل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت