د فراه ولایت په مرکز کې د زوریا کلي د استنادي دېوال د جوړولو د پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۵
فراه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د زوریا کلي، د استنادي دېوال د جوړولو پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د نظارت پر مهال د پروژې اړوند بېلابېل ودانیز فعالیتونه روان وو، چې پکې د تهداب سنګ‌ کاري، د کرسي سنګ ‌کاري، هنگاف‌کاري او پرکاري شامل وو.

د نوموړي په خبره، د تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو شمېر تخنیکي ستونزې هم ثبت شوې، چې پکې د غیرمعیاري موادو کارول، د پرکارۍ پر مهال د تپک‌کارۍ نشتوالی، په ځینو برخو کې د سنګونو بې ‌نما کارول، او د ټیټ کیفیت سنګونو انتقال شامل ول، چې  یاد غیرمعیاري سنګونه د تخنیکي ټيم له لوري رد شول.

د زوریا کلي د استنادي دېوال پروژه د کلیو د پراختیا د محترم وزارت له‌خوا تمویلېږي او موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د سیمې ساتنه، د خلکو د استوګنځایونو خوندیتوب او د عامه زیربناوو پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت