د تخنیکي کارکوونکو لپاره د ډرون کمرې کارول او سروې روزنیز پروګرام پیل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۲۴
درون

۱۴۴۷/۰۶/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي کارکوونکو ظرفیتونو د لوړولو او د نوې ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د همغږۍ په موخه، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو آمریت په همکارۍ د سروې او جي ‌ای ایس ریاست سره یو میاشتنی روزنیز پروګرام د د ډرون کمرې فوتو ګرافي په نوم پیل کړ.

دغه روزنیز پروګرام د وزارت د بېلابېلو ریاستونو د شاوخوا درېیو کسانو په ګډون د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت په کنفرانسونو تالار کې پیل شو.

د پروګرام مسؤلین وايي، چې دغه روزنه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیرالحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په لارښوونه او د کارکوونکو د تخنیکي پوهې د لوړولو، د نوې ټکنالوژۍ د اغیزمنې استفادې او د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په هدف پیل شوې ده.

مسؤلینو زیاته کړه چې ګډونوال به په نظري او عملي ډول د سویلي کوریا د جوړ شوي Remo-M   ډرون کمرې د کارولو اصول او طریقې زده کړي، ترڅو په توپوګرافي سروې او دقیقو مکاني معلوماتو کې ماهر شي.

همدارنګه د روزنې مسؤلین وايي، چې دغه روزنه به د زیربنایي او پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې دقت، سرعت او کیفیت لوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په دې ډول روزنیزو پروګرامونو سره غواړي، د خپلو خدماتو د ښه والي، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو او د معیارونو د تطبیق لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت