په لوګر ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره د ۱۰۲۸ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۲۰
لوګر

۱۴۴۷/۰۶/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست مسؤلین وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت مرکز کې د ۱۰۲۸ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره کړې ده.

یاده سروې د دې لپاره ترسره شوې چې په سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي د ایجاد لپاره دقیق تخنیکي معلومات تر لاسه شي او د راتلونکي پلان جوړونې بنسټ په بشپړ ډول معیاري شي.

د سروې ټیم د ساحې جغرافیایي ځانګړتیاوې، ارتفاعي نقاط، طبیعي بدلونونه او فزیکي حدود په دقیقه توګه ثبت کړي دي، ترڅو د ښارګوټي د تفصیلي پلان لپاره دقیق معلومات برابر شي.

مسؤولین زیاتوي چې دا سروې د سیمې د ښاري پراختیا او د بې ځایه شویو او راستانه شویو مهاجرینو د اساسي اړتیاوو د حل په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت