د وزارت تر چتر لاندې ادارې
د افغانستان انجنيرۍ او مهندسۍ نظام د پراختيا اداره: د افغانستان د انجينرۍ او مهندسي نظام د پراختيا اداره د ښار جوړولو او ځمکو قانون د درېيم فصل له مخې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې رامنځته شوه او د دې وزارت د مقام تر مستقيمې لارښوونې لاندې فعاليت کوي. د ښار جوړولو، انجينرۍ او مهندسۍ اصولو مراعتولو په موخه د دندو د فعاليت جوازونه ورکول، د ښار جوړولو او ځمکو په برخه کې د ملي ارزښتونو او فرهنګ ودې او پراختيا لپاره د پلانونو طرحه او ترتيبول، د عرضه کوونکو او متقاضيانو تر منځ د اړيکو تنظيمول او د ښار جوړولو او مهندسۍ معيارونو ته پراختيا ورکول د دې ادارې مهمې دندې دي.
ساختماني سرغړونو ته د رسيدو اداره: دا اداره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مقام تر مستقيمې څارنې لاندې فعاليت کوي. په ټول افغانستان کې ودانيزو او ښاري سرغړونو ته د رسيدو په موخه د پاليسو جوړول، د ښارواليو لهخوا د دغو پاليسو د تطبيق له څرنګوالي څارنه او د ساختماني چارو تنظيم د دې ادارې له مهمو دندو او مسوولیتونو څخه دي.