د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
ویر خوست

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په رسمي ډول د هغه تفصیلي ښاري پلان منظور او لاسلیک کړ چې له مخې به یې د خوست ولایت په مرکز ـ صحرا باغ سیمه کې د مهاجرو کورنیو لپاره یو پراخ، معیاري او منظم ښارګوټی جوړ شي.

د اسکان دایمي کمېټې منشي محترم انجنیر فهیم الله زکریا وایي، یاد ښارګوټی په مجموعي توګه ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې د سیمه‌ییزو اړتیاوو، ښاري معیارونو او د پاکې او سالمې استوګنې د اصولو پر بنسټ طرحه شوی دی.

نوموړی وایي، یاد ښارګوټي کې ۱۴۷۵ استوګنیزې نمرې په مختلفو کټګوریو وېشل شوې، ترڅو د کورنیو اړتیاوو ته په بېلابېلو ابعادو کې ځواب ووايي.

د ښوونځیو، کلینیکونو، جوماتونو، مارکېټونو، د لویو او فرعي سړکونو، پارکونو، د عامه خدماتو مرکزونو او نورو ټولنیزو تاسیساتو لپاره ځانګړې ساحې مشخصې شوې دي.

په پروژه کې د چاپېریال ساتنې اصول، د اوبو رسولو سیستم، فاضلابي شبکه او نور بنسټیزې ښاري زېربناوې په معیاري شکل طرحه شوي دي.

دا پروژه نه یوازې د سرپناه ستونزې حلوي، بلکې د خوست ولایت د ښاري پراختیا یو نوی باب هم پرانیزي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني تمه لري، چې د دې ښارګوټي جوړېدل به په خوست ولایت کې د بې‌سرپناه مهاجرو کورنیو لپاره دایمي سرپناه برابره کړي، د هغوی اقتصادي، ټولنیز او انساني وضعیت به ورسره د پام وړ ښه شي، او د غیرمنظمې پراختیا مخنیوی به وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت