په ترینکوټ ښار کې د استوګنیزو سیمو د تخلفاتو د مخنیوي پراخ نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۴۶
ترینکوت

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح‌الله ابو احمد وايي د دې ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند ټولو ناحیو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ګډ نظارت ترسره کړ.

په ورته وخت کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال د یادو ساحو د تخنیکي ارزونې په اړه څرګنده کړه چې په څلورمې ناحیې کې، د سردار محمد داود خان د تفصیلي پلان په دوه استوګنیزو نمرو کې د سوداګریزو هټیو د جوړېدو هڅه روانه وه، چې دا کار د ښار د پلان او مقرراتو خلاف عمل و.

دغه راز، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالمنان حقاني ټینګار کوي چې استوکنیزې نمرې باید یوازې د استوګنې لپاره وکارول شي او سوداګریز فعالیتونه دې په ټاکلو سوداګریزو ساحو کې ترسره شي.

ملا روح الله ابو احمد وایي، تخلف کوونکو ته رسمي هدایت ورکړل شو او ښاریانو ته د ښار د پلانونو، شنو ساحو، سوداګریزو ساحو او استوګنیزو ساحو په اړه لازم معلومات وړاندې شول، ترڅو یې په اړه عامه پوهاوی شوی وي.

نوموړی وایي، دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعمل مطابق ښاري لارښونې هم عامو خلکو ته ترسره شوې.

پلازمېنه کابل کې، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال وایي، د قانون خلاف جوړونو مخنیوی کوي او ښاریانو ته د ښار د پلان په اړه هراړخیزې لارښونې کوي، ترڅو خپلې ودانۍ او ودانیزې چارې د منل شوي پلان سره سم ترسره کړي او له ښاري بې نظمیو ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت