د کور او ښار جوړولو وزارت په ننگرهار کې د تورخم د نوي بازار ستره طرحه تأیید کړه
۱۴۴۷/۶/۱
د ا.ا.ا د ریاسةالوزرا محترم عالي مقام په لارښوونه، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ننگرهار ولایت په ډکه ساحه کې د تورخم نوي بازار د انتقال لپاره نقشه او تفصیلي پلان بشپړ او منظور شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي چې یاد ښارګوټی به د ځانګړو معیاري اصولو، عصري ښاري اړتیاوو او د اړوندو ادارو د سپارښتنو پر بنسټ جوړ شي.
د معلوماتو له مخې، د پروژې لپاره ۳۷۹۱ جریب ځمکه په پام کې نیول شوې، چې ۳۰۰۰ جریبه یې د نوي سوداګریز بازار لپاره ځانګړې شوې او ۷۹۱ جریبه یې د استوګنیزو برخو لپاره.
د تفصیلي پلانونو ریاست محترم رئیس محمد یاسین هوتک وایي، په استوګنیزو ساحو کې ۱۶۴۱ نمرې د څلور پوړیزه ودانیو لپاره پلان شوي، چې د ۷۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو د استوګنې وړتیا به ولري.
مسجد شریف، عیدګاه، مدرسه، ښوونځی، موجوده مکتب، وړکتون، کلینیک، شفاخانه، درې پوړیزه سرایونه، د مسافرو لپاره مناسب ځای، درې پوړیزه سوداګریز بلاکونه، پنځه پوړیزه سوداګریز بلاکونه، اته پوړیزه سوداګریز بلاکونه، سیمه ییز مارکېټونه، د موټرو عامه پارکېنګ، د فاضلابو تصفیه خونه، د برېښنا برج، د اوبو زېرمه، ریزرف ساحه، شنې ساحې او تفریحي ځایونه، عمومي تفریحي پارک، سیمه ییز پارک، بانک، د واده هوتل او نور په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني تمه لري، چې د تورخم د نوي بازار طرحه به د سیمې اقتصاد پیاوړی کړي، سوداګرۍ ته به نوي فرصتونه برابر کړي او د خلکو د ژوند کچې په ښه کولو کې به حیاتي رول ولوبوي.
