په میدان وردګ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان تطبیق پيل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۳۳
وردګ

۱۴۴۷/۵/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د میدان وردګ ولایت د ديپاک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مهاجرینو د ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق په موخه د کرښو وېستل او عملي چارې پیل کړې.

ښاغلی حافظ لطیف وایي، دغه ښارګوټی چې د ۷۹۹ جریبه ځمکې په مساحت کې طرحه شوی، د اړمنو کورنیو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړېږي.

نوموړی وایي، په دې ښارګوټي کې ټولې ۹۰۵ استوګنیزې نمرې ترتیب شوې دي چې د شاوخوا ۹۰۵۰ کسانو د استوګنې وړتیا لري.

د معلوماتو له مخې، د ښارګوټي پلان د اساسي خدمتونو، بنسټیزو تأسیساتو او د ژوند ټولنیزو اړتیاوو ته په پام سره ترتیب شوی، څو د بېرته راستانه شویو اړمنو کورنیو لپاره یو منظم، معیاري او د دوام وړ استوګنځای رامنځته شي.

د یاد ښارګوټي د عملي کارونو پيل د کور او ښار جوړولو وزارت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د اړمنو مهاجرو کورنیو د ژوند باثباته کول او د هغوی لپاره د مناسب استوګن ځای برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت