د جوزجان ښار د سړکونو کانکریټ اچونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۱
جوزجان

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، الحاج ملا عبدالله فیضان، وویل چې د یاد ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د جوزجان ښار د سړکونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا فیضان وویل، د تخنیکي ټیم له لوري د جن محله د لومړۍ برخې سړک او د مدرسه کلان ابو سلیمان جوزجاني د دوهم سړک د کانکریټ‌ اچونې چارې له نږدې وڅېړل شوې. په دغو پروژو کې د ویالو کندنکاري، جغل اچونه او د شفته ویالو کانکریټ‌ اچونې کارونه تر نظارت لاندې ترسره شول.

د نوموړي په خبره، د قراردادۍ شرکت مسؤلینو ته  لارښوونه وشوه، چې ټولې چارې دې د نقشې، براورد، تدارکاتي شرطنامې او د انجنیري نورمونو له مخې تطبیق کړي. همدارنګه، د پروژې د لا اغېزمنتیا او کیفیت د لوړولو لپاره د موظف انجنیر له لوري یو لړ تخنیکي وړاندیزونه وړاندې شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري سړکونو، اوبو لګولو سیستمونو او بنسټیزو ښاري پروژو د تطبیق ترڅنګ د هغو د منظم څارنې او کیفیت د تضمین پروګرامونه پرمخ وړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت