د نیمروز ښار د پنځمې ناحیې د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي لپاره تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۱
نیمروز ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني په لارښوونه، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زرنج ښار د پنځمې ناحیې له ساحې څخه د ښاري تخلفاتـو د مخنیوي په موخه لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د تخنیکي ټیم د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده ساحه کې یو شمېر ودانیز کارونه روان دي، چې د ښاروالۍ له‌خوا یې د کار جواز ترلاسه کړی، خو د نقشې او تخنیکي پلان نشتوالی د ښار جوړونې له اصولو سره په ټکر کې دی. له همدې امله، یاده ودانۍ د ښاري تخلف په توګه وپېژندل شوه.

د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار وکړ چې ټول ساختماني فعالیتونه باید د تصویب شوې نقشې، ښاري پلان او تخنیکي معیارونو له مخې ترسره شي، او له غیرقانوني ودانیو څخه باید جدي مخنیوی وشي، تر څو د ښار د ښکلا او نظم ساتنه یقیني شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ځانګړې څارونکې ډلې فعالې کړې دي، څو د ښارونو د منظم پرمختګ، د ودانیو د کیفیت، او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره دوامداره څارنه ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت