په کور او ښار جوړولو وزارت کې نوې ګمارنې ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۱۲
نوي رئيسان

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په غوښتنه او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم عالي مقام په منظورۍ د چارو د لا ښه والي لپاره، د وزارت د دوو مهمو ریاستونو لپاره نوي رئیسان وګمارل شول.

یاد دوه رئیسان، د دغه وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي له لوري خپلو کار کوونکو ته ور وپېژندل شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د عوایدو ریاست لپاره محترم مولوي شمس‌الهادي شریعتي او دغه راز د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست لپاره محترم مولوي احمد جاهد لېوال رسمي معرفي شول.

تر دوی وړاندې د دغه وزارت د عوایدو رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکري و، چې نوموړی اوسمهال د محترم مقام د مشاور په توګه وګمارل شو او دغه راز د ښاري سرغړونو د مخنیوي رئیس محترم مولوي عبدالمنان حقاني و، چې نوموړی اوسمهال د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي رئیس وګمارل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي ټولو ګمارل شوو ته په خپلو دندو کې د بریا هیله وکړه او له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د خپلو مشرانو سره په چارو کې د پوره همغږۍ، صداقت، او مسلکي ژمنتیا سره خپلې چارې پرمخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو څانګو کې د ښاري اصلاحاتو، د پلان خلاف فعالیتونو د مخنیوي، او د مالي چارو د شفاف مدیریت د پیاوړتیا لپاره د نوو مشرانو معرفي کول د ادارې د دوامداره پرمختګ، شفافیت او د ښاري خدماتو د لا ښه والي لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت