د پکتیکا ولایت د کتلوي معافیت ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۵:۲۱
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۴/۲۹

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف‌الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت ودانۍ د جوړولو پروژې له ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

ښاغلي مولوي  سیف الجهاد وویل، د یادې پروژې د تهدابونو او سنګ‌کارۍ چارې د نقشي او تخنیکي مشخصاتو مطابق مخکې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د سنګ‌کارۍ پر سر د رینګ بیمونو (ګریډ بیمونو) سیخداره کانکریټ هم د نقشي او انجینري معیارونو له مخې ترسره شوی دی.

د نوموړي په خبره، د کار د پلان او مهالوېش سره سم، د راتلونکو ودانیزو چارو د لا ښه تطبیق په موخه، د قراردادي شرکت ساحوي مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې. د یادولو وړ ده، چې د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه زیربناوو د پرمختیا، د ودانیزو پروژو د کیفیت د لوړولو او د شفاف نظارت د تأمین مسؤلیت پر غاړه لري. د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت ودانۍ پروژه د دغه ولایت یو مهم روغتیایي او ټولنیز پرمختیایي ګام بلل کېږي، چې د بشپړېدو سره به یې د عامې روغتیا خدمتونه لا پیاوړي او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت