د فاریاب ولایت په گرزیوان ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له بهیر څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۷
فاریاب

۱۴۴۷/۴/۱۸

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د خپل تخنیکي ټیم سره یې د پوهنې ریاست د وړاندیز پر بنسټ د دغه ولایت د گرزیوان ولسوالۍ د تخاره منځني ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، یاد منځنی ښوونځی د ښځینه زده کوونکو لپاره جوړېږي، چې د اوسمهال لپاره یې درې ټولګي او د الحاقیې ودانۍ د جوړېدو په حال کې ده.

نوموړی وایي، د څارنې په مهال معلومه شوه، چې د ودانۍ د ډبرې کار بشپړ شوی او اوس د خښتو کار روان دی.

محترم مولوي ذوالفقار وایي، قراردادي شرکت پّ ودانۍ کې د لومړۍ درجې خښتې پر ځای دوهمه درجه خښته لګولې وه، چې دوی ورته لارښوونه وکړه، څو دغه خښتې لیرې کړي او پر ځای یې لومړۍ درجه خښتې ولګوي.

هغه وایي قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې له دې وروسته دې خښتې هغه مهال په دېوال کې ولګوي چې کله د څارنې هیئت له لوري تائید شي او دغه راز دې پاتې ټولې چارې د معیارونو او ټاکل شوو ځانګړتیاوو سره سم دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت