په هرات کې د تورغونډۍ ښارګوټي د روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۶
هرات

۱۴۴۷/۰۴/۰۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ ښارګوټي د روغتون د ماشومانو د ودانۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د ودانۍ د چت د قالب ‌بندۍ او سیخ‌ بندۍ کارونه روان دي، همدارنګه د سپتیک څاه کار هم پرمخ ځي. تخنیکي ټیم د ساحې د کارونو د کیفیت او انجنیري اصولو د تطبیق په اړه څارنه ترسره کړه او اړوند شرکت ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

یاده پروژه د هرات د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ پرمخ ځي او موخه یې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا او د ماشومانو د درملنې لپاره د معیاري ودانۍ رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت