په فراه ښار کې د سړک د غاړې د ویالو د جوړیدو چارې و څارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۶
فراه ولایت

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو  ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د غاړې د ویالو د جوړولو چارې و څارلې.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې ټول فعالیتونه د قرارداد او تخنیکي مشخصاتو سره سم پرمخ ځي. همدارنګه د کار په جریان کې د استفادې شویو موادو کیفیت او تخنیکي مسایل وکتل شول.

د فراه ښار د سړکونو د رغونې پروژې موخه د ښار د تګ راتګ د اسانتیاوو لوړول، د خلکو د ورځني ژوند سهولت، او د ښار د معیاري او منظم جوړښت رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د ښاري پلانونو د چمتو کولو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت او د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، د ښاري پلانونو د چمتو کولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

راستنو شویو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش کچه تر ۵۵ زره پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې له لوري په یوویشت ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر د وزارت د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت