زابل ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې رسماً پیل شوې

1447/03/16
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حاجي ملا دادګل مسلم وایي، د دغه ولایت مرکز قلات اړوند د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په رسمي ډول پیل شوې.
ښاغلي ملا مسلم وویل، د پروژې د عملي کار د پیل په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه شوه، چې په کې د زابل ولایت محترم والي مولوي شریف الله او د زابل ولایت اړوند نورو ریاستونو رئیسانو، مسؤلینو، تخنیکي ټیمونو، سیمه ییزو مشرانو او د کډوالو استازو ګډون کړی و.
د نوموړي په خبره، چې یاد ښارګوټی به د ۴۳۳۰ جریبه دولتي ځمکې په مساحت کې جوړ شي او د راستنېدونکو مهاجرینو پر وخت به ورته توضیع شي.
د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو برنامو څخه شمېرل کېږي، چې موخه یې د راستنېدونکو کډوالو د اوسېدنې، اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو برابرول دي.