په هرات ولایت کې د دولتي ځمکو د سروې او ثبت شمېر له ۱۰۰ زرو واوښت
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له رامنځته کېدو راهیسې تر اوسه په هرات ولایت کې ۱۸۵۰۳۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.
دا ځمکه په ۷۸ قطعو کې ۱۷۲۸۷۹ جریبه سپینه دولتي ځمکه او په ۲۵ قطعو کې ۱۲۱۵۶ جریبه دولتي ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې موقعیت لري.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴ میلیونه و ۴۸۹ زره و ۲۶۲ جریبه دولتي ځمکه په ۵۱۰۹ قطعو کې سروې، نقشه او ثبت کړې ده.
